دھشتگرد احسان الله احسان یا د بل چا بیان حقیقت نشي بدلولی او نه هم شخړه د میچ شخړه ده بلکې شخړه د ترهګرۍ او د ترهګرۍ د اډو شخړه ده چې د دې لپاره ثبوت ته اړتیا ده. که چېرې پوښتنه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پښتنو د راتلونکي په اړه وي نو د ډیورنډ کرښې ختیځ ته پښتانه په ۱۹۴۷ کال کې په ټولپوښتنه کې د پاکستان سره د یوځای کېدو فیصله کړې وه. د پاکستان د پښتنو شمېر هغه وخت له ۳۸ څخه تر ۴۳ میلیونو پورې وو چې په ټولپوښتنه کې یې خپله فیصله کړې وه او وروسته په پاکستان کې د ایین جوړولو په پروسه کې هم د پښتنو منتخب استازي شامل وو
اوس که شخړه دا وي چې په افغانستان کې د پښتنو څه به کېږي چې اوسمهال یې شمېر ۱۵ میلیونه یا لږ څه زیات دی، نو افغان پښتنو ته باید د ټولپوښتنې حق ورکړل شي ترڅو دوی خپل راتلونکی وټاکي چې څه غواړي؟ ایا دوی غواړي د پاکستان سره یوځای شي، یو خپلواک نوی هېواد جوړ کړي، او یا هم د افغانستان سره پاتې شي
اوس فیصله د افغان پښتنو ده چې باید د ټولپوښتنې حق ورکړل شي ترڅو دوی دا پرېکړه وکړي چې ایا غواړي خپلې سیمې له ځان سره پاکستان ته شامل کړي، خپلواک پاتې شي، او یا هم په افغانستان کې خوشاله دي. په جمهوریت کې د هر څه سوله ایز حل موجود دی. په جمهوریت کې نه مذهبي ترهګري شته، نه مذهبي غوڼډه ګردي، او نه هم د حضرت عثمان د شهادت جواز وي.

No comments:
Post a Comment